استاد اجمل دانش

استاد اجمل دانش

د تدریس برخه: ساینسي مضامین

زموږ د ښوونځي د تکړه او فعالو استادانو له ډلې یو بل نامي استاد درپېژنو. دا تکړه استاد اجمل دانش نومېږي او د قابل خان زوی دی.

نوموړی په ۱۳۸۹ کال کې د غرغښت لېسې څخه فارغ شوی دی. په ۱۳۹۰ کال کې یې د خوست شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي ته لار موندلې او په ۱۳۹۴ کال کې د همدې پوهنځي څخه په کدري نمرو فارغ شوی دی.

په ۱۳۹۴ کال کې په الفتح لېسه کې د قراردادي ښوونکي په توګه مقرر شو او په ۱۳۹۶ کال کې یې د رسمي ښوونکي دنده ترلاسه کړه. په ۱۳۹۷ کال کې پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې ته تبدیل شو. نوموړی تر اوسه پورې په دې لېسه کې د ساینسي مضامینو مجرب، پر خپل مضمون حاکم او خپلې دندې ته ژمن ښوونکی دی.

د پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې اداره د استاد اجمل دانش پر ښوونیز بهیر ویاړي او ورته د اوږد او نېکمرغه ژوند هیله کوي.

په مینه او درنښت!

د پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې اداره