استاد والي الرحمن خاموش
د تدریس برخه: ریاضیات
زموږ د ښوونځي د ځوانو هستیو له ډلې دا ځل یو بل په علم او هېواد مین ځوان ښوونکی درپېژنو. نوموړی والي الرحمن خاموش دی او په ۱۳۷۴ کال کې د سپېرې ولسوالۍ اړوند د غورمې کلي کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د سپېرې ولسوالۍ په ښنګ عالي لېسه کې پیل کړې. په اووم ټولګي کې د لکڼو ایوبخېلو لېسې ته تبدیل شو او په نهم ټولګي کې د پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې ته راغی. په ۱۳۹۲ کال کې یې له همدې لېسې څخه په عالي درجه فراغت ترلاسه کړ.
په ۱۳۹۳ کال کې د کانکور له لارې د شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد شپې پوهنځي ته بریالی شو. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، نوموړي په هغه وخت کې په څلورم ټولګي او اووم سمستر کې زده کړې کولې.
په ۱۳۹۶ کال کې د آزادې سیالۍ له لارې د رسمي ښوونکو په ازموینه کې د ښنګ لېسې لپاره بریالی شو. په ۱۳۹۷ کال کې پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې ته تبدیل شو او تر اوسه پورې په ابتدایه دوره کې د ریاضیاتو د تکړه ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.
د پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې اداره د استاد والي الرحمن خاموش هڅې او خدمتونه ستایي او د نوموړي د هڅو قدرداني کوي.

