استاد زاهدالله ذهین
د تدریس برخه: کیمیا او بیولوژي
نن د خپل ښوونځي یو بل تکړه او فعال ښوونکی درپېژنو. دا تکړه ښوونکی زاهدالله ذهین، د انجینر عبدالمجید زوی دی. نوموړی په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د موسیخېلو ولسوالۍ د غلنګ مرغې کلي په یوه دینداره کورنۍ کې زېږېدلی دی.
ابتدایي زده کړې یې د مرغې او شهید محمد داود لېسو کې، او منځنۍ او عالي زده کړې یې په الفتح عالي او مرکزي لېسه کې ترسره کړې دي. په ۱۳۹۰ لمریز کال کې له لېسې څخه فارغ شوی دی.
د ۱۳۹۲ کال د کانکور په ازموینه کې د شیخ زاید پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا او بیولوژي څانګې ته بریالی شو او په ۱۳۹۵ کال کې ترې فارغ شو.
په ۱۳۹۱ کال کې د پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې د ښوونکي په توګه مقرر شو. په ۱۳۹۲ کال کې د لېسې د دورې د سرښوونکي په توګه وټاکل شو. تر درې کلن بریالي سرمعلمیت وروسته، د اړتیا له مخې الفتح لېسې ته د خدمتي سرښوونکي په توګه معرفي شو. د خدمتي مودې له بشپړېدو وروسته بېرته پوهاند عبدالحی حبیبي لېسې ته د بیولوژي د ښوونکي په توګه راستون شو او تر اوسه خپلې دندې ته دوام ورکوي.
نوموړي په خیرالبیان، روان، خیرالناس او نورو خصوصي ښوونځیو کې هم د سرښوونکي او ښوونکي په توګه تجربه ترلاسه کړې ده. همدارنګه یې د سولې پیغام راډیو په ټولنیزو او ښوونیزو خپرونو کې دوه کلنه کاري تجربه لرلې ده.
اوس مهال د خیرالناس او پوهاند عبدالحی حبیبي لېسو کې د کیمیا او بیولوژي تدریس کوي او په خپله لېسه کې د مرکز ساینس له خوا د عملي زده کړو د روزونکي ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.
د ښوونکو له خوا د استاد ذهین د کار او تدریس په اړه بشپړ رضایت څرګند شوی دی.

